You are here:

Menu

Check Mail

 Members Only

User Login



Home
د پام وړ او هدف اصلي ډلې
د سي اېچ اې د ټولو هڅو موخه دا ده، چې په ټولنه کې د لږو خو ځواکمنو شتمنو او ډېرو خو بې واکه بې وزلو ترمنځ د ناموجه اختلافاتو کچه را ټيټه کړي.
په دې توگه د افغانستان د کليوالي او ښاري ټولنو ټول بې وزله وگړي او په ځانگړي ډول مېرمنې (د ټولنې محرومه او بې برخې اکثريت) زيانمنونکي يا اسيب پذيره اړخونه، ماشومان او معلولين او معيوبين د سي اېچ اې د پام او هدف وړ ډلې دي.
په همدې توگه په ټولنه کې فعال او د مدني ټولنو سازمانونه هم د سي اېچ اې د موخې او پام وړ ډلې دي. سي اېچ اې به د ننوتلو او وتلو د تگلارې په څارلو سره د نهو ولايتونو تر پوښښ لاندې نيولو ته دوام ورکړي. دا کار د دغو ولايتونو په نويو ولسواليو کې فعاليت ته لاره هواروي.
 
د سي اچ اې لرليد
د يوې پياوړې مدني ټولنې او د يوه ځواب ويونکي حکومت درلودونکى افغانستان. پرمختللى له بې وزلۍ، نالوستۍ او تبعيض څخه پاک او يوه داسې افغانستان، چې ټول وگړي يې په ورته او برابره توگه بنسټيزو اجتماعي خدماتو او مالوماتو ته لاس رسۍ ولري. د يوه داسې افغانستان رامنځ ته کول، چې د اساسي قانون او ټولو نړيوالو کنوانسيونونو له خوا منل شويو حقوقو او آزاديو ته په کې په بشپړه توگه درناوى وشي او ټول فرهنگي ارزښتونه او پاتوړي (ميراثونه) په کې خوندي وي.
 
دنده
سي اېچ اې د افغانستان په پياوړتيا او بيارغاونې او ددغه هيواد د اقتصادي او اجتماعي پرمختگ په پايدار ساتلو او د مدني ټولنې په پیاوړتیا او پرمختگ کې يو مهم او پياوړى اړخ او په دې پروسه کې يو فعال او قوي شريک دى.
 
اصلي فعاليتونه
د گډو اړتياو د ارزونې او په ټولنه کې د فعالو سازمانونو او د هغوی ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا له لارې د جامعه سازۍ او د معيشت پرمختگ.
د ټولنې په کچه په ځانگړي ډول د پوهنې، روغتيا، او کرهڼې په برخه کې د اغېزمنو او د لگښت وړو بنسټيزو خدماتو وړاندې کول.
د مدنې ټولنو د فردي سازمانونو پياوړتيا، د بې وزلو د آگاهۍ د کچې او د هغوى د غږ په پورته کولو او همدا راز د هغوى اړتياو ته په رسيدنې کې د اغېزمنتيا د ډېرېدو لپاره د همکارۍ او همغږۍ رامنځ ته کول.
د افغانستان د وگړو د آزاديو او بنسټيزو ټولنيزو حقوقو ملاتړ.
ادامه مطلب ...
 
اصلي ارزښتونه
سي اېچ اې لاندېنيو اصلي يا هستوي ارزښتونو، د هغوى په اړه پرمختيايي فعاليتونو او د سازمانونو داخلي چارو ته ژمن دى او پر هغوى ټينگار کوي:
د بشر حقوقو ته درناوى؛
د جنسیت ترمنځ برابروالى؛
فرهنگي تنوع ته درناوى؛
د ټولنې زيانمنونکو يا اسيب پذيرو برخو ته ځانگړې پاملرنه؛
گډې يا مشترکې پرېکړې؛اغيزمنتيا او وړتيا؛ روڼتيا او ټولو بهرنيو ذينفع اړخونو ته د حساب ورکول، د شخصي او حرفه يي وړتياو پرمختگ.